وزيراعظم د ډيوټي په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړو خبريالانو لپاره فنډ جوړولو اعلان کړے دے۔

0
180

باغي ټي وي رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان کوډ ډيجيټل ريپوزټري آف د وفاقي قوانينو د موبائيل ايپ او ويب سائټ پرانسته هم وکړه۔

په اسلام اباد کې خبریالانو ته د صحت کارډونو ویشلو یوه دستوره وشوه چې پکې وزیراعظم د موبائیل اپلیکیشن او ویب سائټ پرانسته وکړه.

غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل پاکستانيان ددغه پورټل څخه داساسي قانون اړوند معلومات ترلاسه کولى شي، قاضيان، وکيلان، دقانون پوهان، دقانون زده کوونکي، حکومتي چارواکي او عام خلک به هم ددغه پورټل څخه ګټه پورته کوي.

ده ووئيل په پاكستان كښې په اول ځل كاركوونكو خبريالانو ته د صحي بيمې كارډ وركړې شوے دے۔

شهبازشريف وئيلي دي که نيوکې دحقيقتونو په اساس وي نو دسپېشل برانچ د رپورټ څخه زيات ګټور وي، درستې نيوکې مرسته کوي، په داسې حال کې چې دحقائقو په ضد تنقيد زيان رسوي.

وزيراعظم شهباز شريف د ډيوټي په مهال خپل ژوند له لاسه وركوونكو خبريالانو لپاره د فنډ جوړولو اعلان هم وكړو چې له دې خصوصي فنډ څخه به د خبريال كورنيو ته څلور لاکه روپۍ وركړې شي۔

Leave a reply