وزيراعظم شهباز شريف جنرل هيډکوارټرز (جي اېچ کيو) ته الوداعي دوره وکړه.

0
116

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر جی ایچ کیو ته په رسېدو د وزیراعظم شهباز شریف هرکلی وکړ.

د آئي ايس پي آر ترمخه وزيراعظم ته د جي ايچ کيو د دورې په مهال ګارډ آف آنر وړاندې کړل شو او د شهيدانو په يادګار باندې يې ګلونه هم واچول۔

د آئي ايس پي آر ترمخه وزيراعظم د دوري په مهال د پرنسپل سټاف افسرانو سره وليدل۔

د دې نه علاوه وزيراعظم شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوئيلو په دستوره كښې خاص مېلمه وو چرته چې وزيراعظم د هېواد دفاع لپاره د شهيدانو، غازيانو او د هغوي كورنيو ته د هغوي په قربانيو او خدمات د خراج عقیدت وړاندې كړو۔

غونډې ته د وزيراعظم وينا

غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل زمونږ حکومت به سبا ختميږي، د اساسي قانون له مخې به واک نگران حکومت ته سپارل کيږي.

ده ووئيل چې SIFC په ټوله نړۍ كښې يو نوم ګرځېدلې دې، د اربونو ډالرو سرمايه كار به پاكستان ته راځي، دا كار به وخت ونيسي، روم هم په شپه كښې نه شو جوړ كړې، مونږ د منابعو د منصفانه وېش نظام ته اړتيا لرو۔ موافقه وکړه، هغه وخت به ډیر ژر راشي چې پاکستان به له خپلو پورونو خلاص شي او په خپلو پښو ودریږي.

وزيراعظم ووئيل شهيدانو او د هغوي خپلوانو د وطن او اولس په دفاع كښې لويې قربانۍ وركړې، اوس به دښمن تر قيامت پورې پاكستان ته په بده سترګه نه ګوري۔

Leave a reply