د اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمېن د اټیک جيل نه اډياله جيل ته د منتقل کولو درخواست باندې د رجسټرار دفتر اعتراضات رد کړي دي۔

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د کيس اورېدنه وکړه چې په مهال د درخواست کوونکي وکيل شېر افضل مروت عدالت ته وړاندې شو او د پي ټي ائي د چيئرمېن لخوا پاور آف اټارني وړاندې شو او ويې ويل چې د جيلونو په اړه قوانين موجود دي.

چيف جسټس عامر فاروق وويل مونږ به تاسو ته ووايو چې کوم قانون دى د هغې مطابق به حکم کوؤ، يوه خبره په خيال کې ساتو، مونږ به يواځې هغه څه حکم کوؤ چې په زندان کې موجود وي.

اسلام آباد هائي کورټ کښې د درخواست نمبر ترلاسه کولو نه پس به سبا بيا سماعت کولے شي.په دغه درخواست کښې د پي ټي آئي چيئرمېن له اټو جيل نه اډياله جيل ته د منتقلولو غوښتنه شوې ده۔

Leave a reply