وزيراعظم شهباز شريف به نن د قامي اسمبلۍ منحلولو لپاره صدر ته مشوره واستوي۔

0
183

باغي ټي وي رپورټ

د انصار عباسي د خبر له مخې، ولسمشر د لومړي وزير له مشورې يوه ورځ وروسته ملي اسمبلۍ منحل کولای شي.

وزيراعظم او د اپوزيشن مشرانو تر اوسه د عبوري وزيراعظم لپاره په کوم نوم اتفاق نۀ دى کړى خو حفيظ شيخ د نگران وزيراعظم لپاره د زياترو حلقو د خوښې وړ گڼل کيږي.

که د وزيراعظم او اپوزيشن ليډر ترمينځه په يو نوم اتفاق نه شو نو معامله به پارليماني کميټۍ ته ليږل کيږي او که چرې پارليماني کميټي کومې نتيجې ته نه رسيدې نو معامله به اليکشن کميشن ته پريږدي۔

نن شپه لس بجې به د نگران وزیراعظم په اړه پریکړه وشي.

بل لوري ته دجمعې په ورځ پروگرام کې دخبرو په مهال رانا ثناءالله وويل چې دنگران وزيراعظم په نوم فيصله به نن شپه لس بجې کيږي.

تر دې وړاندې رانا ثناءالله ویلي و چې د حفیظ شیخ نوم هم د نگران وزیراعظم لپاره په شارټ لسټ کې شامل دی.

نن د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې د کورنيو چارو وزير وويل چې د نگران وزيراعظم لپاره د حفيظ شيخ يا نورو نومونو په اړه خبرې روانې دي خو تر اوسه کوم نوم نه دی په ډاگه شوی، ښايي نن ماښام پورې د نگران وزيراعظم نوم فائنل شي. یا سبا.

Leave a reply