ا.ا.: موږ په قطر کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پراخوو

0
166

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په قطر کې مېشتو افغان قومي مشرانو له متقي سره په لیدنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیل غوښتنه کړې او د چاپ او وېش د بهیر پر پراخېدو یې هم ټینګار کړی دی.

تکل همداراز وویل چې د دې غونډې ګډونوالو د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې قطر ته د ویزو ورکولو او افغانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

(2023 / 8 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په قطر کې له مېشتو یو شمېر افغان قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر پراخ او ګړندی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په قطر کې مېشتو افغان قومي مشرانو له متقي سره په لیدنه کې د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیل غوښتنه کړې او د چاپ او وېش د بهیر پر پراخېدو یې هم ټینګار کړی دی.

اړوند موضوعات:

د پاسپورټ عمومي ریاست ټولو هیوادوالو ته په انلاین بڼه پاسپورټ د بیا ویش د پیل خبر ورکړی.

Leave a reply