د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيول کېدو په اړه د پاکستان اسټيبليټي پارټۍ مشر عبدالعليم خان ويلي دي چې سړی هغه څه کوي چې کري.

باغي ټي وي رپورټ
خپل يو بيان کښې عبدالعليم خان وئيلي دي چې الله حق دے، د عمران خان نيول يو عذاب دے ځکه چې انسان چې څه کري نو هغه حاصلوي.
بل لوري ته دپاکستان داستخباراتي ګوند مشر عون چوهدري وئيلي دي چې دپي ټي ائي دچيئرمين نيول به دسياسي ثبات لپاره ښه ثابت شي اؤ ډير زر به دهغه دکور څخه شاهدي هم راشي.
عمران خان توشه خانه کېس کې نیول شوی
د اسلام اباد سیشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د درې کالو بند سزا اورولې ده، چې له هغې وروسته د پي ټي ايي چئیرمین لاهور څخه ونیول شو.
د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ته د درې کالو بند سزا اورولې او يو لاکه روپۍ جرمانه يې هم لګولې ده.
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، که عمران خان یو لک روپۍ جرمانه ادا نه کړي، نو شپږ میاشتې نور به په بند محکوم شي.






