امریکايي مجلې بلومبرګ په یوه راپو ټ کې ادعا کړې، چې د پاکستان حکومت غواړي د نوې سرشمیرنې د پایلو پر بنسټ ټاکنې ترسره کړي، ښايي د دغه هېواد عمومي ټاکنې تر راتلونکي کال پورې وځنډول شي.

باغي ټي وي رپورټ
د امريکا دخبريال دخبرله مخې، د نوې سرشميرنې له مخې په تيرو ٦ کلونو کې د پاکستان په نفوس کې ١٦ فيصده زياتوالى راغلى دى، اليکشن کميشن به د نوي ووټرانو په اضافه کولو سره د حلقو نوي فهرستونه جوړ کړي.
د ټاکنو کمېسیون پخواني سکرتر کنور دلشاد پاکستاني چینل ته ویلي، چې د نویو ټاکنیزو حوزو د کار له امله د راتلونکي کال د فبرورۍ له ۱۵مې مخکې د ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه دي. د بله پلوه د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون ویاند په سمدستي توګه پدې اړه څه ندي ویلي.
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد کښي د وزيراعظم شهباز شريف په مشري کښي د مشترکه مفاداتو کونسل (سي سي آئي) غونډه کښي د نوي مردم شماري منظوري ورکړے شوي ده۔
په دې اړه وزيراعظم نذير تارڑ ووئيل چې د مشتركو مفاداتو كونسل ټولو 8 غړو په متفقه توګه د مردم شمارۍ منظوري وركړې۔
د قانون وزير زياته کړه، چې د حلقو جوړولو کار بايد په ١٢٠ ورځو کې وشي، په قومي اسمبلۍ کې به د ټولو صوبو د څوکيو برخه همداسې وي.
ده ووئيل چې د آئين د 51مې مادې له مخې به عام انتخابات د سرشمېرنې له مخې كولې شي۔






