د قاچاق له لارې هېواد ته د درملو په وارداتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی

د دې ادارې مشر وايي، پخوا به هېواد ته ۹۰ سلنه مصالحې قاچاق کېدل، خو اوس دغه شمېر ۳۰ سلنې ته راټيټ شوی دی. بل خوا د دې ادارې مسوولین زیاتوي، چې د تېر کال په ترڅ کې شاوخوا ۸۰۰ درملتونونه د سرغړونو له امله تړل شوي او لسګونه نورو درملتونونو ته سپارښتنې او اخطارونه ورکړل شوي دي.
د خوړو او درملو د ملي ادارې د مسوولینو په وینا، په تېر کال کې یې څه باندې شپږ زره درملتونونه او عمده پلورونکي پلټلي او څه باندې ۲۵۰ ټنه ختم شوي درمل او خوراکي توکي یې راټول کړي دي.
(2023 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوړو او درملو ملي ادارې تیره ورځ شنبه (د اسد ۱۴مه) هېواد ته د بې کیفیته درملو د قاچاق د کچې د کموالي په اړه ملت ته د راپور ورکولو په پروګرام کې اعلان وکړ چې هیواد ته د بې کیفیته درملو د راوارېدولو د قاچاق مخه یې شپیته سلنه نیولې ده.
د دې ادارې مشر وايي، پخوا به هېواد ته ۹۰ سلنه مصالحې قاچاق کېدل، خو اوس دغه شمېر ۳۰ سلنې ته راټيټ شوی دی. بل خوا د دې ادارې مسوولین زیاتوي، چې د تېر کال په ترڅ کې شاوخوا ۸۰۰ درملتونونه د سرغړونو له امله تړل شوي او لسګونه نورو درملتونونو ته سپارښتنې او اخطارونه ورکړل شوي دي.
اړوند موضوعات: