د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د پاکستان د تحريک انصاف د مشر او نورو سياستوالو پر ضد مقدمې د پاکستان داخلي مسله ده.

0
144

باغي ټي وي رپورټ

په خپل يو بيان کې د پي ټي ائي د چيئرمېن د نيول کېدو په غبرګون کې امريکايي وياند وويل د نورې نړۍ په څېر پاکستان هم د جمهوري اصولو د احترام او د قانون د حاکميت غوښتنه کوي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين ته د دريو کالو بند سزا اورولي وه او هغه اٹک جيل ته منتقل کړے شوے دے۔

د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي چيئرمين ته د دريو کالو قيد او يو لاک روپئ جرمانه هم لګولي ده۔

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، که عمران خان یو لک روپۍ جرمانه ادا نه کړي، نو شپږ میاشتې نور به په بند محکوم شي.

پر عمران خان تور دی چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه په کمه بیه قیمتي ډالۍ ترلاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.

د عمران خان په ډالۍ کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی چې د کعبې نمونه لري او په نړیوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه روپۍ اټکل شوې ده.

Leave a reply