د پاکستان ټیک ټوکر حریم شاه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د درې کاله بند سزا اورولو وروسته غبرګون ښودلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
حریم شاه په ټوېټر خپل یو بیان کې په ګواښونکي غږ کې لیکلي، “واورئ، واورئ، که د عمران خان د نیولو هڅه وشوه، زه به په خپل تلیفون کې ټول عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې اپلوډ کړم.”
خو کله چې خبر راغی چې عمران خان له لاهور څخه نیول شوی دی نو حریم شاه یو بل ټویټ وکړ.
ياده دې وي چې د اسلام اباد يوې محکمې د تحريک انصاف مشر عمران خان ته د توشه خانې په کيس کې د درې کاله بند سزا اورولې وه، چې وروسته د لاهور پوليسو عمران خان ونيول.
د اسلام اباد د ضلعي او سيشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانه کيس اوريدنه وکړه په کوم کې چې عدالت نن د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان په ذاتي توګه طلب کړے دے۔