د استحکام پاکستان ګوند مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري د سرشمېرنې په اړه عدالت کې د چیلنج کولو اعلان کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په ټوېټر خپل يو بيان کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې نوې مردم شماري د پنجاب سياسي حقونو ته غټه ضربه ده، څه شوي چې د پنجاب آبادي دومره کمه شوې چې د قامي اسمبلۍ 8 سيټونه کم شوي دي؟ نه پر طرزالعمل بحث شوی او نه هم د پایلو شفافیت.
پخواني وزير وويل چې د جهلم او چکوال په شان ضلعې به يو سيټ ضلعې شي، ملتان، لاهور او ګوجرانواله به هم خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي.
فواد چوهدري وويل دپنجاب دسياستوالو رويه مايوسه کوونکې ده اوس به دغه مردم شماري په عدالت کې چيلنج کړم.






