بایډن: ټایوان کې د چین د مداخلې پۀ صورت کې لۀ ټایوان څخه دفاع کوو 

0
207

بایډن: ټایوان کې د چین د مداخلې پۀ صورت کې لۀ ټایوان څخه دفاع کوو 

هغه وویل چې د چین د توسعې د پروګرام په اړه هیڅډول واهمه نلري. ځکه چې چین، روسیه او ټوله نړۍ پدې ډیره ښه پوهیږي‌ چې امریکا د نړۍ سوپر طاقت او سوپر قوت دی. د هر پلوه . البته چې د پوځي‌ پلوه هم.

(2021 /  10 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د چین لخوا پر ټایوان د پوځي‌ حملې په صورت کې به د ټایوان نه پوځي‌ ملاتړ وکړ.

هغه وویل چې هیواد يي د ټایوان نه دفاع کولو ته ژمن دی.

جو بایدن دا څرګندونې د سي‌ ان ان تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې د چین د توسعې د پروګرام په اړه هیڅډول واهمه نلري. ځکه چې چین، روسیه او ټوله نړۍ پدې ډیره ښه پوهیږي‌ چې امریکا د نړۍ سوپر طاقت او سوپر قوت دی. د هر پلوه . البته چې د پوځي‌ پلوه هم .

هغه زیاته کړه چې مونږ د چین سره د یوې بلې سړې جګړې د پيلولو غوښتونکې نه یو. مونږ یواځنۍ غوښتنه او هدف دادی چې چین باید پدې خبره ځان پوه کړي‌ چې امریکا د خپلو ژمنو نه عقب نشیني‌ نکوي.

اړوند موضوعات:

چین امریکا ته: باید د افغانستان ارضي تمامیت ته درناوی وکړئ

د یادونې وړ ده چې د چین او ټایوان ترمنځه کړکیچ خپل وروستي‌ حد ته رسیدلی دی. د چین ولسمشر یو څه موده مخکې اعلان وکړ چې ددې وخت رارسیدلی دی چې ټایوان د چین سره یو ځای کړو.

همداشان چین په کراتو امریکا او نورو هیوادونو ته د ټایوان په مسئله کې د مداخلې د نه کولو په برخه کې خبرداری هم ورکړی دی.

د بایدن دا څرګندونې کیدای شي‌ چې چین او امریکا یو ځل بیا سره ښکر په ښکر کړي.

Leave a reply