د پي ټي آئي چيئرمېن د توشه خانې کيس بلې عدالت ته منتقلولو درخواست مسترد کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې د مقدمې بلې محکمې ته د سپارلو په اړه د پاکستان تحریک انصاف د چیئرمېن درخواست رد کړی دی.
د اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانې مقدمې په اړه دائر شوې 8 اپيلونو باندې فيصله کړې ده چې پکښې د سيشن عدالت د توشه خانې د مقدمې د مقدمې د مقدمې د اورولو فيصله کالعدم ګرځولې ده.
چيف جسټس عامر فاروق وئيلي دي چې سيشن عدالت دې د اړخونو خبرې بيا واوري او فيصله دې وکړي.
د دې نه علاوه عدالت د توشه خانې مقدمې بلې عدالت ته منتقلولو د پي ټي آئي د چيئرمېن غوښتنه رد کړې او د ګواهانو فهرست ردولو د پرېکړې خلاف درخواست باندې نوټس جاري کړی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ په خپله فيصله کې وئيلي چې د توشه خانې مقدمه به د ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور اوريدنه کوي .
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د توشه خانه کيس په اړه په 8 درخواستونو فيصله محفوظ کړي وه۔






