حکومت او ائتلافي ګوندونو د نګراني سيټ اپ جوړولو په اړه د نورو مشورو جاري ساتلو پرېکړه کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د نگران حکومت جوړولو په اړه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د اتحادي ګوندونو غونډه شوې چې پکې مولانا فضل الرحمان، بلاول بهټو زرداري، اختر مينګل، شاه زين بګټي، خالد مقبول صديقي، اسلم بوټاني او محسن داوړ ګډون کړی و. .
دسرچينو ترمخه په غونډه کې د نگران وزيراعظم اؤ نگران وزيراعظم لپاره په بيلا بيلو نومونو غور شوى دى.
سرچينې وايي چې په غونډه کې د نگران وزيراعظم لپاره د شاهد خاقان عباسي، حفيظ شيخ او نورو په نومونو غور شوى، چې له هغې وروسته ائتلافي ګوندونو په دې لړ کې د نورو مشورو د دوام پرېکړه کړې ده.
د ملي شورا انحلال
تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ د منحل کولو نيټه د اګست په نهمه نيټه ټاکلې وه۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دائتلافي مشرانو سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې دقومي اسمبلۍ دتحليل سمري به داگست په 9مه نيټه جمهوررئيس ته واستوي.
سرچينې وائي وزيراعظم وئيلي دي چې سبا څخه به دنگران وزيراعظم په نوم صلاح مشورې کيږي اؤ په راتلونکو 2ؤ څخه تر دريوؤ ورځو کې به دغه صلاح مشورې بشپړيږي.
ياده دې وي چې د موجوده قومي اسمبلۍ موده د اګست په 12مه نيټه ختميږي او څو ورځې وړاندې د اوبو وسائلو وفاقي وزير خورشيد شاه هم په يو بيان کښې وئيلي وو چې د اګست په 9مه نيټه د قامي اسمبلۍ د تحلیل کولو سمري رابللې شي۔ د صوبايي اسمبلۍ غړي به ولسمشر ته ورکوي.






