فواد چوهدري تور لګولې دې چې نوازشريف د یو منظم پلان له مخې په ملک کښې پوځي قانون لګول غواړي

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري تور لګولی چې نواز شریف په ملک کښې د منظم پلان له مخې مارشل لا نه غواړي.

فواد چوهدري په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې داسې نه شي كېدې چې نوازشريف راضي نه شي نو مونږ انتخابات نه شو كولې، په هېواد كښې د ثبات لپاره بايد انتخابات ترسره شي، هېواد به داسې نه چلېږي.

هغه دا هم وويل چې د وزيراباد سانحي په اړه د فارنزک رپورټ په اړه د پنجاب د کورنيو چارو سلاکار بريفنګ وکړ چې دوه يا درې بريدګر وو، يو له ٩٠ درجې څخه ډزې وکړې، يو بريدګر د مخامخ لوري څخه ډزې وکړې، دا هم ويل شوي چې کېداى شي له کوم لوري ډزې شوي وي.
ده ووئيل د سپېشل برانچ رپورټ دے چې په عمران خان يو ځل بيا حمله كولې شي نو اوس د پي ټي آئي چيئرمېن ورته د جلسې د مشري كولو په مهال د خطاب نه كولو غوښتنه كړې۔
…………………….

Leave a reply