بدخشان ولایت کې د واورې ښویېدنې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي 

0
196

بدخشان ولایت کې د واورې ښویېدنې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي 

لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي چې د کان په استخراج بوخت وو، خو ځايي سرچینې وایي چې هلته ګڼو کسانو کار کاوه نو ښايي د تلفاتو شمېره لوړه وي.

 

(2022 / 1 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بدخشان کې د واورې ښويېدلو پنځه کسان وژلي دي.

د راپورونو له مخې د بدخشان د راغستان د سرو زرو پر کان برف کوچ راغلی چې له امله یې پنځه کسه وژل شوي دي. راپورونه بیا وایي چې ګڼ کسان په برف کوچ کې ایسار شوي دي او په اړه یې معلومات نشته.

لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي چې د کان په استخراج بوخت وو، خو ځايي سرچینې وایي چې هلته ګڼو کسانو کار کاوه نو ښايي د تلفاتو شمېره لوړه وي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې ډېر وخت د طبعي پېښو له امله پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی او خلکو ته د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

Leave a reply