د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هند ته د سعودي ولیعهد د سفر نېټه لا نه ده اعلان شوې.

باغی ټي وي رپورټ
هند ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سعودي ولیعهد د سفر په اړه کار روان دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي وايي، د سعودي ولیعهد د سفر په اړه تر اوسه کوم اعلان نه دی شوی.
د هندي رسنیو له مخې داسې راپورونه شته چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به راتلونکې اونۍ هند ته سفر وکړي.






