د خبریال ارشد شریف د وژنې پلټنې ، پاکستان څخه د پلټنو لپاره د کمیټۍ غړي دوحه ته رسیدلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د ارشد شریف د وژنې دوسیه څېړلو لپاره پلټونکې ډله دوحې ته رسېدلې ده.
دسرچينو له مخې دحقيقت معلومولو دوه کسيزه ډله کينيا ته په 15 ورځني سفر دوحې ته رسيدلې ده چرته چې به ټيم کينيا ته الوتنه کوي او دشپې په 11:30 بجو نيروبي ته رسيږي.
سرچينې وايي چې ټيم ته د ارشد شريف د پوسټ مارټم رپورټ په ګډون نور اسناد هم ورکړل شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې ارشد شریف په کینیا کښې وژل شوي دې او د کینین پولیسو له لوري یوه مراسله هم جاري شوې ده چې د پولیسو له لوري په ډزو کښې هغه وخت اووژل شو چې د هغوی موټر د پولیسو له لوري اچول شوي خنډونه څخه تیر شول، بیا د کینیا پولیسو دا دریځ هم ورکړو چې د ارشد شریف د ګاړي څخه په پولیسو ډزې وشوې او د پولیسو له لوري هم د ارشد شریف په ګاړي ډزې وشوې چې په پایله کښې ی هغه اووژل شو.
دا خبره هم مهمه او د یادونې ده چې د پاکستان فوځ هم د ارشد شریف د وژنې د پلټونو غوښتنه کړې وه او ویلي ی وو چې د ارشد شریف د وژنې باید زر پلټنې وشي، دا ی هم ویلي وو چې هغه خلک دې هم معلوم کړې شي او ددوی په ضد دې پلټنې وشی چې د ارشد شریف د وژنې څخه ګټه پورته کوي.
………………………..






