د سایفر په اړه پلټنې، ایف آیی اې پخوانۍ وزیرخارجه شاه محمود قریشي راغوښتې دې

0
188

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د سيفر آډيو انکوائري په معامله پخوانې خارجه وزير شاه محمود قريشي احضار کړے دے۔

دسرچينو ترمخه شاه محمود قريشي ته دنومبر په لومړۍ نيټه داحتجاج نوټس جاري کړل شوى اؤ هغه ته دنهې په ورځ غرمه 12 بجې ايف آئي اے هيډکوارټر ته بللى شوى دى.

سرچينې وائي چې شاه محمود قريشي د سيفران ايډيو په اړه جاري انکوائري کې احضار شوى.

دسرچينو ترمخه دبهرنيو چارو پخوانى سيکرټري سهيل محمود هم نن احضار شوى اؤ دهغه څخه يې دپيښې په اړه پوښتنې کړي دي.
دا خبره د یادونې ده چې د پي ټي ای ګوند د بهرنو مالي مرستو په مقدمه کې د پام وړ پرمختګ هم شوی چې پکې د يو شمېر ملزمانو د نيولو وارنټ جاري شوی دی.

د ايف آئي اے د سرچينو ترمخه د څو ملزمانو بهرنۍ فنډنګ په اړه درج شوي مقدمه کښې د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي شوي دي۔
دسرچينو له مخې د سيف الله، عارف مسعود نقوي، عامر محمود او طارق رحيم د نيولو وارنټ جاري کړل شوي دي.
…………….

Leave a reply