د پاکستان ټاکنو کمیشن مشر ته د مرګ ګواښ ، د مرګ ګواښ کوونکې ونیول شو

باغی ټي وي رپورټ
هغه تورن نیول شوی چې په سوشل میډیا یې د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا او د هغه کورنۍ ته د وژلو ګواښ کړی و.
سرچینه زیاتوي، چې تورن له سعودي عربستان څخه پاکستان ته رسېدلی او په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.سرچينې زياته کړې، چې تورن کس نيول شوى او څېړنې ترې پيل شوې دي.
ياده دې وي چې د پي ټي آئي فعال خرم هم څو ورځې وړاندې په سوشل ميډيا يوه ګواښونکې ويډيو شريکه کړې وه.
وفاقي حکومت د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي آئي) د يو فعال په ضد د چيف اليکشن کميشنر او د هغه کورنۍ ته د مرګ د ګواښلو په ضد د کاروائي کولو غور کوي۔
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په سوشل ميډيا چيف اليکشن کمشنر اؤ دهغه کورنۍ ته دوژنې گواښونه خبر خپور شول .سرچينې وايي د پي ټي ائي فعال خرم هم دغه ګواښونکې ويډيو په سوشل ميډيا شريکه کړې وه.
سرچينې زياته کړې، چې حکومت د هغو کسانو په ضد د کاروایی کولو باندې غور پیل کړې وو چې له بهر څخه ګواښونه کوي، اړوندې ادارې د وژنو او جدي پايلو پر بنسټ ټول اسناد راټول کړې وو.






