د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف ویلي دي چې د ارشد شریف ته د مرګ ګواښ په اړه خبردارۍ سي ټي ډي جاري کړې وو

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو مرستیال بیرسټر محمد علي سیف ویلي دي چې سي ټي ډي د ارشد شریف په اړه د ګواښ خبرداری ورکړی دی.

په یوه ویډیويي بیان کې بیرسټر محمد علي سیف ویلي چې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی د ګواښ په اړه خبرداری ورکولو کې هیڅ رول نه لري.

محمد علي سیف وویل چې د ارشد شریف د څرګندونو له مخې هغه او کورنۍ ته یې ګواښونه شوي او د ګواښ په خبرتیا کې هم ورته ویل شوي دي.
محمد علي سیف ویلي، که د ګواښ خبرداری ناسم وای، نو ارشد شریف به په کینیا کې نه و وژل شوی.

بيرسټر سيف زياته کړه چې مهم سياسي، سماجي شخصيتونو او سينئر خبريالانو ته د تماس لپاره پروتوکول ورکول کيږي، دغه شان ارشد شريف ته هم پروټوکول ورکړل شوى دى.

ياده دي وي چي ډي جي آئي ايس آئي او ډي جي آئي ايس پي آر د خپلي ګډي خبري کانفرنس په مهال د ارشد شريف په اړه د خيبرپښتونخوا حکومت لخوا جاري شوي ګواښ په اړه د خبرو په مهال ويلي وو چي د خيبرپښتونخوا وزيراعلي په خاص هداياتو د اګست په پنځمه نيټه د تهریټ الرټ جاري کړے شوي وو۔
نوح ویلي وو چې د دې ګواښ د خبرتیا په اړه له امنیتي ادارو سره هیڅ معلومات نه دي شریک شوي، چې دا په ډاګه کوي چې د ګواښ خبرداری د ځانګړي فکر په پام کې نیولو سره صادر شوی.

ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت ارشد شريف ته تر باچا خان ائيرپورټ پورې بشپړ پروټوكول وركړي وو.
……………………

Leave a reply