عدالت د عمران خان د نااهلۍ په اړه پریکړه کالعدم کولو اپیل باندې اعتراضونه راپورته کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د توشه خانه کیس کې د الیکشن کمیشن د نااهلۍ فیصلې خلاف عدالت ته مراجعه کړې ده.
د عمران خان په استازيتوب بيرسټر علي ظفر د اسلام اباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے چې پکښې د اليکشن کميشن فيصله کالعدم کولو غوښتنه شوې ده۔
د رجسټرار دفتر لخوا د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار عمران خان په درخواست باندي يو شمير اعتراضونه پورته شوي دي۔
د تحريک انصاف چيئرمېن په خپل درخواست کښې د اليکشن کميشن سيکرټري، سپيکر او د قومي اسمبلۍ سيکرټري پشمول نور ګوندونه هم شامل کړي دي۔
اعتراض کښې وئيلي شوي دي چې عمران خان بايومټرک تصديق نه دې کړي او د درخواست سره د عمران خان د نااهلۍ فيصلې تصديق شوې کاپي هم نه ده لګولې شوې۔
وروستو اسلام اباد هائيکورټ د عمران خان درخواست نن اوريدنه رد کړه او د درخواست اورېدنه يې د دوشنبې په ورځ ټاکلې وه.
ياده دې وي چې اليکشن کميشن د تحريک انصاف چيئرمېن په توشه خانه کېس کښې د بدعنوانۍ په تور د پينځو کالو لپاره نااهله ګرځولې وو او عمران خان هم د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد عدالت ته د رجوع کولو اعلان کړې وو۔ .
…………………………….
نور خبرونه
د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري
پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي
د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي