د ګومل یونیورسټي کمپیوټر اپریټر په اسلام آباد کښې د خیبر پښتونخوا هاوس انچارج مقرر شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د ګومل يونيورسټئ کمپيوټر آپريټر د خيبرپښتونخوا هاؤس اسلام آباد انچارج مقرر کړے دے۔
دسرچينو ترمخه دمحمود خان پي ايس او دهغه ورور دخيبرپښتونخوا هاوس اسلام اباد کمپټرولر جوړ کړى اؤ انجم نياز هم دچارج په ترلاسه کولو سره 22 دډيلي ويجز ملازمان استخدام کړي دي اؤ دغلته يې دپلټنو کارکوونکى هم گمارلى دى.
سرچينې وائي چې دخيبرپښتونخوا هاؤس اسلام اباد انجم نياز درې ګاډي استعمالوي، انجم نياز ته هم دپيټرول رسمي ورکول کيږي اؤ کنونشن الاؤنس هم ورکول کيږي.
دسرچينو له مخې انجم نياز په يو حکومتي کور کې اوسيږي او د کور کرايه هم اخلي، د کور د بجلۍ او ګيس بلونه هم د حکومت له خزانې ورکول کيږي.
سرچينې وائي چې دخيبرپښتونخوا هاوس بل انجم نياز پي ايس او وزيراعلي ته تصديق کړى دى.
جيو نيوز سره خبرو کې د خېبرپښتونخوا هاؤس انچارج انجم نياز وويل چې زما تقرر د رياست لخوا شوې ده، زما د تقررۍ په اړه له رياست سره خبرې وکړئ.
نور خبرونه
پاکستان کښې نه پخوا او نه وس ماینس ون فارموله چلیدلې ده: شاه محمود قریشي






