لاهور کښې د یو مشهور سوداګر لور په ډزو وژل شوې

0
235

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور ښار د مسلم ټاون په سیمه کښې د یو مشهور سوداګر مرحوم سیټهه عابد ۶۰ کلنه لور په ډزو وژل شوې ده.

د پولیسو په وینا د سیټهه عابد ۶۰ کلنه لور په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده.

پولیس د مقتول زوی او د کور کارکونکی نیولی دی او مړی یې د پېښې له ځای څخه د شواهدو راټولولو وروسته د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږلې دې.
د پولیسو په وینا د وژل شوې ښځې مېړه په امریکا کې اوسېږي او (په غیږ کښې اخستل شوي) دوه زامن او یوې لور په ګډون درې ماشومان لري.

د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز د سيټ عابد د لور د وژنې نوټس اخيستی او د پنجاب پوليس نه يې رپورټ غوښتی دی.

د پنجاب وزيراعلي لارښوونه کړي چې د ملزمانو په سمدستي توګه د نیول لپاره دې کاروائي وشي، د زنانه د قتل هر اړخ پلټنه دې وشي او د مقتولې کورنۍ ته دې انصاف ورکړے شي۔

Leave a reply