پاکستان کښې نه پخوا او نه وس ماینس ون فارموله چلیدلې ده: شاه محمود قریشي

0
196

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي وايي، په پاکستان کې د مائنس ون فارمول نه پخوا چلیدلې ده او او نه به اوس وچلیږي.

ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي مشر اوويل چې ضمني ټولټاکنو ځنډولو هيڅ جواز نشته، ضمني انتخاباتو کښې د پي ټي ايم ماتې پخوا واضحه وه، اليکشن کميشن مونږ يو ځل بيا مايوسه کړو۔

د توهين عدالت د مقدمې په اړه د پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قريشي وويل د عمران خان د موقف باوجود څه شوي، د عدالت معاونينو هم د دې مقدمې د ختمولو غوښتنه کړې، په پاکستان کې د مائنس ون فارمول کار نه کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قريشي وويل چې اسمبلۍ ته تللو په اړه په پارټۍ کې دننه دوه نظرونه دي، يو دا چې اسمبلۍ ته واپس لاړ شي او بل دا چې اسمبلۍ ته واپس لاړ نه شي.

شاه محمود قريشي وويل عمران خان تل دترهه ګرۍ په ضد دفوځ هڅې او قربانۍ ستايلې دي، دفوځ سرلښکر ټاکل بايد داساسي قانون مطابق وي، هغوي غواړي چې مونږ دفوځ سره جګړه وکړو، قریشي اوویل چې مونږ دهغوي په چالونو او سازشونو پوهيږو.
کله چې دپيپلز پارټۍ دچيرمين له لوري په عمران خان د نیوکو کولو په اړه پوښتنه وشوه نو شاه محمود قريشي وويل چې بلاول دا مهال په خارجه دفتر کې انټرنشپ کوي.

Leave a reply