د پاکستان فوځ په ضد د بغاوت بیان، د لاهور په ځایی عدالت کښې د عمران خان په ضد مقدمه درج شوې

.
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور په ځايي عدالت کې د پاکستان د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د فوځ په اړه د بیان ورکولو په تور د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.
ايډيشنل سيشن جج د شهري شيخ مظفر حسين د درخواست اورېدنه وکړه۔ درخواست کې وئيل شوي چې عمران خان د ستمبر په څلورمه جلسې ته د وينا په مهال د پوځ په اړه بيان ورکړی ؤ .
درخواست کوونکي وويل چې زمونږ په پوځ کې له سپاهي څخه تر مشر پورې هر څوک محب وطن دى، د عمران خان بيان د هغه احساسات ژوبل کړي دي.
درخواست کوونکي غوښتنه کړې چې عدالت دې سمن آباد پوليس ته د عمران خان خلاف د غدارۍ مقدمه درج کولو حکم ورکړي.عدالت د سپتمبر په لسمه د سمن آباد پولیس نه رپورټ غوښتی وو.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان په تېرو څو ورځو کې په فيصل اباد کې يوې جلسې ته په خپله وينا کې د پاکستان د فوځ د لوړ پوړو چارواکو په اړه توهینونکې څرګندونې کړې وې چې د هېواد مشرتابه او د پاکستان فوځ له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
نور خبرونه
اسلام آباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف غړیو مرحله وار استعفی ګانو درخواست رد کړې دې
اسلام آباد هایی کورټ له عمران خان څخه د ترهګرۍ په مقدمه کښې د پلټنو کولو امر ورکړې دې






