د بلوچستان چورلکې په ضد کمپاین، حکومت کمیټي جوړه کړې، آیی ایس آیی،ایف آیی اې او آیی بي افسر ددې منفي کمپاین په اړ پلټنې کوي

د ب
په دې کمیټۍ کښې د آیی ایس ایی،ایف ایی اې او آیی بي افسران شامل دي
باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې د هيلي کاپټر حادثې وروستو وفاقي داخله وزارت د سوشل ميډيا د ناوړه استفادې په اړه ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړې ده چې نوټيفيکيشن يې هم جاري کړی دی.
نوټيفيکيشن ترمخه په مشترکه انکوائري ټيم کښي به د آئي ايس آئي او آئي بي افسران هم شامل وي۔
د ګډ تحقیقاتي ټیم مشري به د ایف آئي اے ایڈیشنل ډی جی محمد جعفر کوي. پلټونکې ډله به بلوچستان کې د هيلي کاپټر غورځېدو وروستو په سوشل ميډيا د شوي ځورونې پلټنې کوي.
ياده دي وي چي د پاکستان د فوځ ايوي ايشن هيلي کاپټر لسبيله کښي سيلاب ځپلو سيمو کښي د امدادي کاروائي دوران ورکه شوي وو چې له څو ساعتونو تلاشۍ وروسته د موسى ګوټهه په سيمه کې د چورلکې ټوټې وموندل شوې.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي هيلي کاپټر د خراب موسم له وجي راپريوتو چي له وجي ئي د کور کمانډر کوئټه ليفټننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي پاکستان کوسټ ګارډ ميجر جنرل امجد په شمول شپږ فوځيان شهيدان شوي دي۔
د هيلي کاپټر تر حادثې وروسته په ټولنيزو رسنيو منفي کمپاين پيل شو، چې د پاکستان پوځ له لوري هم ددې منفي پروپیګڼډې او مهم په سختو ټکو کښې غندنه وشوه.
نور خبرونه هم اوګورې
آسیا پرمختیایی بانک د پاکستان ریلوې په اړه مهم بیان جاري کړي، زیات انجنونه ی بې کاره اعلان کړي دي






