د روس فوځ دعوی کړې چې یوکرین کښې ی په یوبرید کښې امریکایی توغوندې تباه کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
روسیې ادعا کړې چې په اوکراین کې یې د امریکا متحدو ایالتونو له خوا ورکړل شوي نوي توغندي له منځه وړي دي او تباه کړي ی دی.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې د روسيې د دفاع وزارت ادعا كړې چې د روسيې پوځ د اوكراين په ختيځ او جنوبي سيمو كې د امريكا جوړ ۱۹ توغندي ويشتلي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، په نښه شوي هامر توغندي د لوړ خوځښت توپچي توغندي سیسټمونه دي چې د اوکراین په ختیځ او سویل کې په نښه شوي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین په کریماتورک سیمه کې یې عصري پوځي وسایط هم له منځه وړي دي.
دا خبره مهمه ده چې د روان کال په لومړي د جون میاشتې امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی وو چې اوکراین ته به پرمختللي راکټي سیسټمونه او نور پوځي تجهیزات ورکړي، څو له روسیې سره په جګړه کې مرسته وکړي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې چې امریکا به اوکراین ته پرمختللی راکټي سیسټمونه او پوځي تجهیزات ورکړي چې له روسیې سره په جګړه کې مرسته وکړي.
امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې امریکا به اوکراین ته د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوی د لوړ خوځښت توپچي توغندیو سیسټم د اوکراین سره د امنیتي مرستې د 11مې کڅوړې برخې په توګه واستوي.





