د عامر لیاقت د مړینې په اړه مهم بورډ جوړ شوې

باغی ټي وي رپورټ
د عامر لياقت حسين د پوسټ مارټم لپاره ميډيکل بورډ جوړ کړے شوے دے۔
د جيو نيوز ترمخه د عامر لياقت حسېن پوسټ مارټم لپاره د پوليس سرجن ډاکټر سامعې په مشرۍ کښې شپږ کسيزه ميډيکل بورډ جوړ کړے شو او نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔
نوټيفيکيشن ترمخه په ميډيکل بورډ کښي ايډيشنل پوليس سرجن شاهد نظام، ايچ او ډي فارنزک ميډيسن جناح پرويز مخدوم، ايم ايل او ډاکټر اريب بقائي، فارنزک ماهر ډاکټر هري رام او ډاکټر ګلزار علي شامل دي۔
د نوټيفيکيشن له مخې د عامر لياقت قبر به د جون په 23مه نيټه د سهار په 9:30 بجو ايستلې شي۔
مشهور ټي وي اینکر، سپیکر او ایم این اے عامر لیاقت د جون په نهمه په خپله کوټه کې بې هوشه موندل شوی وو. عامر لیاقت روغتون ته وړل شوی وو چرته چې ډاکټرانو د هغه د مړینې تصدیق کړې وو.
دا خبرونه هم اولولۍ






