پاکستان سټاک ایکسچنیج کښې نن کاروباري مثبته ورځ وه، سرو زرو نرخ هم ټیټ شوې

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان سټاک ایکسچینج کې نن د سرمایه کارۍ لپاره مثبته ورځ وه او ۱۰۰ انډیکس د ۷۴۸ پوائنټونو زیاتوالي سره په ۴۲۵۲۵ کې بند شو.
د 100 انډیکس د سوداګرۍ ورځې په جریان کې د 824 پوائنټونو په بانډ کې پاتې شو ، چې نن ورځ د 100 انډیکس ترټولو لوړه کچه 42569 وه.
نن په بازار کې په مجموعي توګه د 300 ملينه شيئرز سودا وشوه چې پکې د 9.47 اربه روپو کاروبار وشو.
د بازار سرمایه 98 اربه اوچتوالي سره 7059 اربه روپو ته رسیدلې ده.
نن په ټول ملک کې د يوه توله سرو زرو په بيعه کې ۱۰۰ سل روپۍ کمې شوې دي.
د سندهه صرافه بازار جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو تولو سره زر د یو سل روپو کمیدو نه پس د یو تول سرو زرو بیه 147,150 روپو ته رسیدلې ده.
د لسو ګرامو سرو زرو بيه د ٨٦ کلدارو په کمښت سره ١٢٦١٥٧ کلدارو ته راټيټه شوې ده.
د سوداګرۍ ټولنې د معلوماتو له مخې، په نړيوالو بازارونو کې د يواونس سرو زرو بيعه له ٧ ډالر کمښت سره ۱۸۳۳ ډالر فی اونس ته راټيټ شوې دې.






