ناټو وايي روسیه لاهم سیاسي حل ته وخت لري 

0
215

ناټو وايي روسیه لاهم سیاسي حل ته وخت لري 

هغه وایي روسیې ته په کار ده چې د ستونزو د حل لپاه ديپلوماسي غوره کړي او ژر تر ژره خپل نظامي اقدامات محدود کړي. سټولټنبرګ وایي دوی د خپلو متحدینو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په خبره یې په دې سختو شرایطو کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ناټو عمومي منشي د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د عملیاتو په اړه غبرګون ښوودلی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې روسیې په ښکاره د نړیوالو قوانینو پر خلاف د اوکراین پر خاوره تېری کړی دی.

هغه وایي روسیې ته په کار ده چې د ستونزو د حل لپاه ديپلوماسي غوره کړي او ژر تر ژره خپل نظامي اقدامات محدود کړي. سټولټنبرګ وایي دوی د خپلو متحدینو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په خبره یې په دې سختو شرایطو کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دي.

نوموړی وایي ناټو، اروپا او امریکا ټول په ګډه تر دې دمه پر مذاکراتو او سیاسي حل ټینګار کوي خو که روسیه ورته اقداماتو ادامه ورکړي نو ناورین به پراخ شي.

اړوند موضوعات: 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

هغه د روسیې اقدامات د ناټو غړو هېوادونو ته ستر خطر بللی او د درولو غوښتنه یې کړې ده.

Leave a reply