د روس اولس مشر په یوکرین د برید امر کړې، په کیف کې درنې چاودنې اوریدل شوي

فوټو کریډټ : الجزیره
باغی ټي وي رپورټ
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین له خوا په یوکرین د برید له اعلان وروسته د پلازمېنې کییف په ګډون د یوکرین په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوی دي.
د برتانیې د نشراتو د ادارې په وینا د یوکرین په پلازمېنه کیف او ډونباس سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي
. د راپورونو له مخې د اوکراین د تورې بحیرې په بندر اودیسا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اوکراین په ختیځ کې د ماریوپول سیمه هم له چاودنو غږېدلې ده.
د راپورونو له مخې د یوکرین د تورې بحیرې په بندر اودیسا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د یوکرین په ختیځ کې د ماریوپول سیمه هم له چاودنو غږېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوکرین په پلازمېنه کیف او خارکیف کې د پوځ د قوماندې پر مرکزونو هم توغندیز بریدونه شوي، په داسې حال کې چې د روسیې پوځ د یوکرین د ماریوپول او اډیسا سیمو ته رسېدلی دی.




