د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

0
157

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

ګوتریش دغه راز وایي چې که د اوکراین کړکېچ نور هم پراخېږي نو دا به د پېړۍ د تر ټولو خونړۍ جګړې سبب شي. هغه پر روسیه غږ کړی چې پاروونکي اقدامات بند کړي او نړیوالو قوانینو ته په درناوي دې خپل ځواکونه وباسي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د غونډې تر پیل وړاندې خبریالانو ته وویل، چې د روسیې اقدام له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

ګوتریش په خپلو خبرو کې پر روسیه غږ وکړ چې د سوله ساتنې او بشردوستانه اقدام په نامه دې په اوکراین کې نظامي فعالیت نه کوي او ژر تر ژره دې خپل ځواکونه له دغه هېواد په شا کړي.

ګوتریش دغه راز وایي چې که د اوکراین کړکېچ نور هم پراخېږي نو دا به د پېړۍ د تر ټولو خونړۍ جګړې سبب شي. هغه پر روسیه غږ کړی چې پاروونکي اقدامات بند کړي او نړیوالو قوانینو ته په درناوي دې خپل ځواکونه وباسي.

له دې سره جوخت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه پیل شوې ده او دوی به د روسیې د اقداماتو په اړه خپله پرېکړه تر غونډې وروسته اعلان کړي.

Leave a reply