د امریکا ولسمشر وايي چې د ناټو غړو هېوادونو کې لا ډیر سرتېري ځای پر ځای کوم

د امریکا ولسمشر وايي چې د ناټو غړو هېوادونو کې لا ډیر سرتېري ځای پر ځای کوم
بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له روسیې سره د کشمکش پر مهال له اوکراین پرته نهو هېوادونو ته سرتېري استوي، ویلي دوی د وضعیت د کنټرول نیت لري خو په دې لېست کې اوکراین شامل نه دی.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي د ناټو غړو هېوادونو په تېره د روسیې شاوخوا هېوادونو ته لا ډېر سرتېري لېږي.
د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د ناټو شاوخوا ۹ غړو هېوادونو ته لا ډېر سرتېري او نظامي تجهیزات ولېږدوي.
دغه هېوادونه تر ډېره روسیې ته نږدې او یا ددغه هېواد په شاوخوا کې پراته دي.
بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له روسیې سره د کشمکش پر مهال له اوکراین پرته نهو هېوادونو ته سرتېري استوي، ویلي دوی د وضعیت د کنټرول نیت لري خو په دې لېست کې اوکراین شامل نه دی.
اړوند موضوعات:
ترکیه د امریکا له خبرداري سره له روسیې دویم دفاعي سیستم هم اخلي
بایډن ویلي دوی غواړي زرګونه سرتېري په استونیا، لیټوانیا، پولنډ، سلواکیا، رومانیا او نورو کې ډېر کړي څو د اړتیا پر مهال ګواښونو ته ځواب وویلی شي.






