په خیبر کې د پولیو ضد کمپاین اهلکارو ته ښه امنیت ورکړې شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په درې تحصیلونو کې د پوليو مهم په دریمه ورځ هم د سختې امنيتي محاصرې لاندې دوام لري، د ضلعې په لرې پرتو سيمو کې سخت امنيتي انتظامات شوي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د ډي پي او خيبر لخوا جاري شوي احکاماتو باندي ضلعي کښي د پوليو مهم لپاره سخت سکيورټي انتظامات کړے شوي دي، د شکمنو موټر سائيکلونو او ګاډو چیکنګ او يو شمير کسانو ته وارنټ جاري کړے شوي دي۔
د یادونې ده چې پرون او نن هم په ټانک ې د پولیو ضد کمپاین ټیم سیکوریټي اهلکار په نښه شوي دي، پرون هم یو اهلکار اووژل شول او یو زخمې شوې دي او نن هم په ټانک کې یو اهلکار د وسله ولو له لوري اووژل شو.






