Tag: PPP
-

اسلام آباد هائي کورټ د بشری بي بي د آډیو لیک کیس د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د زوی سره ضم کړی دی.
باغي ټي وی رپورټ د اسلام آباد هائي کورټ د جسټس بابر ستار په عدالت کښې د آډیو لیک نوټس په ضد د بشری بي بي د درخواست اورېدنه وشوه. ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل د وفاق لخوا اسلام اباد هائي کورټ کې وړاندې شو. ايډيشنل اټارني جنرل وائي چې پوليس ايف آئي اے…
-

د امريکا د متحده ايالاتو د ماموريت مرستيال مشر د امنيتي اړيکو د پراختيا په موخه خيبر پښتونخوا ته سفر وکړ
باغي ټي وی رپورټ پېښور (د سپتمبر 27، 2023) – په پاکستان کې د متحده ایالاتو د ماموریت مرستیال (DCM) انډریو شوفر د سپتمبر له 25 څخه تر 26 پورې د پیښور دوره وکړه. د هغه د سفر موخه د پولې د امنیت په برخه کې د امریکا د ژمنې تازه کول او له پولې…
-

شاهد خاقان عباسي، مفتاح اسماعیل او مصطفی کھوکھر د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو لپاره وضعیت په جدي توګه ارزوي، همدغو دریو سیاسي مشرانو تر دې مخکې د «پاکستان د بیا تصور کولو» تر نامه لاندې د سیمینارونو طرحه وړاندې کړې وه.
باغي ټي وی رپورټ مفتاح اسماعیل له دی نیوز سره د خبرو پر مهال وویل چې تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې خو په دې اړه جدي غور روان دی. ده څرګنده کړه چې د روان کال په جولايي مياشت کې يې د خلکو نظر ترلاسه کولو لپاره يوه سروې کړې…
-

وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د کراچۍ په خالد بن وليد روډ باندې د استوګنې په يوه ودانۍ کښې د چاپې په مهال په زياته اندازه د کورنې او بهرنۍ کرنسۍ ترلاسه کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ د ايف آئي اے د سرچينو ترمخه دغه چاپه د يو کس په کور لګولې شوې ده چې د وارداتي ګاډو کاروبار کوي۔ دسرچينو له مخې دعملياتو په مهال دپلټ څخه ترلاسه شوي کورني او بهرني نوټونه په بالښتونو کې پټ شوي وو. بل اړخ ته د کسټم، پوليس او رېنجرز…
-

د پياف يو مشهور سوداګر او مشر ميا ابوذر شاد وايي، چې ورځ په ورځ د پاليسۍ په بدلون سره د هېواد ټولې ادارې د تباهۍ کندې ته غورځول شوي او خلک يې پايلې ګالي.
باغي ټي وی رپورټ هغه وويل، خلک د سبزي دال له خوړلو بې برخې شوي، قاچاق، ذخيره کول او اقربا پروري له منځه وړل کېږي، د کرنې او مالونو ماليې ته اړتيا ده. ابوذر شاد وویل چې د ظرفیت د لګښتونو په توګه IPPs ته د 2200 ملیارد کلنۍ تادیاتو د هیواد اقتصاد بیړۍ ډوبه…
-

د WWF تخنیکي مشر، معظم خان وايي، دا بوی د فایټوفلیکټون له امله رامنځته کیږي، یو نبات چې د اوبو لاندې وده کوي.
باغي ټي وی رپورټ هغه زياته کړه، چې تر اوبو لاندې دغه بوټي په کال کې په زياته اندازه وده کوي او د مړېدنې يا سوځېدو له امله يې بوی احساسېږي. معظم خان وويل، په ساحلي سيمو کې د بد بوی احساس د آبي بوټو فايټوفليکټون له امله رامنځته کېږي او دا هر کال د…
-

د سېنېټ د پاور په اړه د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سيف الله ابڑو د نيپرا په چيئرمېن سختې نيوكې وكړې او ويې ويل چې نيپرا د ټول پاكستان سره خيانت كوي او هره ورځ خلقو ته درې، درې، څلور، څلور روپۍ لګوي۔
باغي ټي وی رپورټ سناتور سیف الله ابڑو پوښتنه وکړه چې د نیپرا چیئرمېن وسیم مختار ولې د کمېټۍ مخې ته نه راځي؟ نوموړي تور ولګاوه چې د نيپرا چيئرمېن کله چې د پاور ايډيشنل سيکرټري وو نو د کوټ ادو پاور پلانټ غيرقانوني توسيع يې کړې وه. هغه وويل چې ددغه غيرقانوني توسعې له…
-

د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر جاويد لطيف وايي د نهم مې د ترهګرو لپاره دې د لوبې ډګر نه وي، د نهم مې د پېښې سهولتکاران دې د کفارو په کچه راوستل شي.
باغي ټي وی رپورټ لاهور په ماډل ټاون کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل نجومي دا نۀ شي وئيلى چې دبل يا درې چنده لوبه روانه ده خو هغه نړيوال قوتونه چې پاکستان کمزورى ليدل غواړي هغوي دپي ټي ائي مشر ته ضرور اسانتيا ورکوي. جاوید لطیف وویل که دوی دا…
-

ډي آئي جي ټريفک د پيښې نوټس هغه وخت اخستې کله چې د کراچۍ په صدر سيمه کښې د يو ټريفک پوليس اهلکار د تشدد کولو ويډيو مخې ته راغله۔
باغي ټي وی رپورټ د ډي آئي جي ټريفک احمد نواز چيمه وينا ده چي دغه شهري سره د موټر سائيکل اسناد نه وو چي په نتيجه کښي ئي پوليس سټيشن ته بوتلل۔ ده وويل چې د ترافيکو پوليس په هيڅ صورت د ښاريانو د ځورولو اجازه نه ورکوي. ډي آئي جي ټريفک احمد نواز…
-

د ښځو د وضعیت په اړه د ملي کمیسیون مشرې نیلوفر بختیار په راني پور کې د پیر په کور کې د شکنجه شوې نجلۍ فاطمې د کورنۍ له غړو سره وکتل.
باغي ټي وی رپورټ په دې موقع جيو نيوز سره په خصوصي خبرو كښې نيلوفر بختيار ووئيل چې د اصلي ملزم اسد شاه د مېرمنې حنا شاه نيول يو مهم پرمختګ دے ۔ هغه زياته کړه، چې پر نجلۍ نه يواځې شکنجه شوې، بلکې څو ځلې پرې جنسي تېرى هم شوى، دى غواړي چې عاملينو…