وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د کراچۍ په خالد بن وليد روډ باندې د استوګنې په يوه ودانۍ کښې د چاپې په مهال په زياته اندازه د کورنې او بهرنۍ کرنسۍ ترلاسه کړې ده.

0
80

باغي ټي وی رپورټ

د ايف آئي اے د سرچينو ترمخه دغه چاپه د يو کس په کور لګولې شوې ده چې د وارداتي ګاډو کاروبار کوي۔

دسرچينو له مخې دعملياتو په مهال دپلټ څخه ترلاسه شوي کورني او بهرني نوټونه په بالښتونو کې پټ شوي وو.

بل اړخ ته د کسټم، پوليس او رېنجرز په سعيد آباد يوسف کوټ کښې په دوه ګودامونو چاپه وهلې ده.

دعملياتو په مهال ددواړو ګودامونو څخه د لکونو روپو په ارزښت قاچاق وړونکي توکي ترلاسه شوي دي.

Leave a reply