د اسلام آباد هائي کورټ به نن د توشه خانه کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان په اتو درخواستونو محفوظه فيصله اوروي۔

0
160

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ به نن د توشه خانې مقدمې بندولو پشمول د پي ټي آئي د چيئرمېن په 8 درخواستونو خپله فيصله اوروي چې پکښې به د توشه خانې مجرمانه مقدمې اورېدنه کيږي۔

بل لوري ته سپريم کورټ د توشه خانې مقدمې سمدستي ودرولو لپاره د عمران خان درخواست رد کړی دی.

همدارنګه د 190 ملیون پاونډ سکینډل کښې نيب د پي ټي آئي چيئرمېن ته نن 11:30 بجې د نيب راولپنډۍ دفتر کښې طلب کړې دې ولې نيب د القادر ټرسټ ته فنډ ورکونکو کسانو تفصيلات هم طلب کړي دي۔

Leave a reply