په ستلج سیند کې اوکاړه ته څېرمه یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې یو پنځه کلن ماشوم مړ شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کښتۍ کې سپاره ٣١ کسان ژغورل شوي او په پېښه کې د اتو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي.
بل اړخ ته د آزاد کشمیر په وادی نیلم کښي د ځمکښویییدو له وجی مری هاله روډ دوه ورځی راهسی بند کړے شوی دی.
د ډپټي کمشنر ترمخه سيلانيان د راولپنډۍ له لارې د هزاره موټروې استعمال وکړي، په کوهاله روډ باندې په 8 نقطو د زمکې ښوئيدو نه پس به د جوړولو کار جاري وي.
بل اړخ ته د راوی په سیند کښي د ریلا سر سیندنئ ته رسیدلی دی.د اسسټنټ کمشنر وینا ده چی ریلا د دریاب په علاقه کښي میشتو سیمو ته داخله شوی ده، د سیلاب له وجی په زرګونو ایکړه زمکه کښي د جوارو فصلونه خراب شوی دی.






