عبدالهیان: زه له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه مشورې کوم

په دې سفر کې به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو پر وروستي وضعیت، اقتصادي همکاریو، د اسلامي نړۍ پر مسایلو او د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال په بلنه اسلام اباد ته تللی دی. د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۲) په اسلام اباد کې وکتل.
(2023 / 8 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
حسین امیر عبداللهیان چې د چهارشنبې په شپه پاکستان ته رسیدلی، د دغه سفر د اهدافو په اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «د ګاونډیتوب د پالیسۍ د پراختیا په چوکاټ کې، موږ له خپلو یو شمېر همکارانو سره پاکستان ته سفر وکړ.
په دې سفر کې به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو پر وروستي وضعیت، اقتصادي همکاریو، د اسلامي نړۍ پر مسایلو او د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
اړوند موضوعات:
په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته د کابل غبرګون