په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته د کابل غبرګون

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي، رد کړل او هغه یې له حقیقته لرې وبلله.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د سرطان ۳۱مه) په ټویټ کې ویلي، که ایران افغانستان ته د داعش د لېږدولو په اړه معلومات لري، نو له سرپرست حکومت سره دې د هغوی د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
(2023 / 7 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي، رد کړل او هغه یې له حقیقته لرې وبلله.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د سرطان ۳۱مه) په ټویټ کې ویلي، که ایران افغانستان ته د داعش د لېږدولو په اړه معلومات لري، نو له سرپرست حکومت سره دې د هغوی د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
بلخي زياته کړه، هېوادونه بايد د دې پر ځاى چې مسووليت پر نورو واچوي، د خپلو پولو د امنيت په اړه خپل نړيوال مکلفيتونه پوره کړي.
اړوند موضوعات:
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ایران باید د افغانستان په اړه د اندېښنې څرګندولو پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو ته پام وکړي.