د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چئیرمین عمران خان خلاف د الیکشن کمیشن د توهین مقدمې اورېدنه تر 22م اګست پورې ځنډولې شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف وکیل شعیب شاهین د توهین اليکشن کمېشن کېس کې وړاندې شو او اليکشن کمېشن ته یې وویل پرون ما فکر کاوه چې یو ریکارډ مې ترلاسه کړی خو نن مې ولیدل چې دواړه ریکارډونه په فایل کې دي.
شعیب شاهین وویل چې د شخصي حاضرۍ د استثنیٰ غوښتنه ده چې په اړه یې د انتخاباتو کمېشن غړو وغوښتل چې راتلونکې اورېدنې ته حاضر شي. شعیب شاهین په ځواب کې وویل چې هڅه به وشي.
وکيل عمران خان وويل راتلونکې اوريدنه به په ستمبر کې کوي، نن مو رخصتي ده، په دې اړه د اليکشن کميشن غړي وويل د اګست نيټه دې واخله نو مونږ به مصروف شو.
د اليکشن کميشن غړي وويل ستاسو نمائنده وائي چې يو ريکارډ غواړم، دواړه ريکارډونه اليکشن کميشن سره تيار دي.
وکیل شعیب شاهین ویلي چې د پي ټي ايي چئیرمین د طبي معایناتو لپاره هسپتال ته تللی دی.
غړي کمېشن ووئيل چې نن د پي ټي آئي د چيئرمېن په ضد چارج شيټ جمع كولې شوے دے۔