د امریکايي مجلې بلومبرګ کارپوهانو په پاکستان کې د انفلاسیون اټکلونه ناسم بللي دي.

0
144

باغي ټي وي رپورټ

تيره ورځ د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد د سود شرح 22 فيصده ساتلو اعلان کړے وو۔

جميل احمد وويل د مانيټري پاليسۍ کميټۍ له مخې په راتلونکو مياشتو کې د انفلاسيون د کميدو توقع ده، په راتلونکو دوه مياشتو کې د انفلاسيون شرح له 20 څخه تر 22 فيصده پورې او د ودې شرح به 2 فيصده وي. په راتلونکي کال کې 3 سلنه.

د راپورونو له مخې، د امریکايي مجلې بلومبرګ کارپوهانو تحلیل کړی چې په راتلونکي کال کې به په پاکستان کې انفلاسیون کم نه شي بلکې لا به زیات شي او دولتي بانک به د سود کچه لوړه کړي.

د بلومبرګ کارپوهان وايي چې له پاکستان سره د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) سره د تړون له امله به د برېښنا او ګازو بیې لوړې شي چې د انفلاسیون لامل به شي.

کارپوهانو زیاته کړې چې په پاکستان کې د خوراک او څښاک توکي په سلو کې څلویښت فیصده ګران شوي دي. د IMF اوسط انفلاسیون اټکل 26٪ دی پداسې حال کې چې د سټیټ بانک له 20 څخه تر 22٪ پورې دی.

د بلومبرګ کارپوهانو په وینا، په وارداتو د بندیز لرې کول به د خوراکي توکو رسولو ته وده ورکړي.

ياده دې وي چې بهرنۍ خبري ادارې رويټرز څو ورځې وړاندې د يوې سروې له لارې دعوه کړې وه چې د ائي اېم اېف په غوښتنه په پاکستان کې د سود کچه له يو فيصدو نه تر ۲۳ فيصدو پورې لوړه کېدای شي.

Leave a reply