په ليبيا کې د انساني قاچاقبرانو په ګودامونو دعملياتو په ترڅ کې ٣٨٥ پاکستانيان وژغورل شول.

باغي ټي وي رپورټ
بهرني خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه عمليات د ليبيا په ختيځ کې د انساني قاچاق وړونکو په ګودامونو ترسره شوي چې خلک پکې پټ وو.
د راپورونو له مخې، دغه پاکستاني اتباع د دوشنبې په سهار د لیبیا د ختیځ د تبروک ښار په اته کیلومترۍ کې د الخیر په سیمه کې د قاچاقبرانو له ګودامونو څخه راخوشې شول، چې په دوی کې ماشومان هم شامل وو، چې نږدې د پولیسو قوماندانۍ ته وړل شوي دي.
د چارواکو په وینا دغه پاکستاني کډوال له لیبیا نه اروپا ته د تللو په نیت راغلي وو، خو د قاچاقبرانو له خوا ونیول شول او د خوشې کېدو په بدل کې یې د پیسو غوښتنه وکړه.





