د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د زياتېدو په غبرګون کې ويلي دي چې په نړيواله کچه د تېلو د نرخونو د زياتوالي له امله د پټروليم مصنوعاتو قيمتونه زيات شوي دي.

0
181

باغي ټي وي رپورټ

حکومت د نفتي توکو بيې لوړې کړې. د خزانې وزير له مخې د هائي سپيډ ډيزلو په بيو كښې 19 روپۍ 90 پيسې او د پټرول په بيه كښې 19 روپۍ 95 پيسې في ليټر زياتوالې راغلې دې۔

مريم اورنګزېب په دې اړه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په نړيواله کچه د تېلو د بيو د لوړېدو له امله د نفتي توکو بيې لوړې شوې دي.

هغه وویل، موږ پوهیږو چې حکومت به په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسېږي، انتخاب دا نه و چې دا پرېکړه واخلو او سرپرست حکومت ته یې پرېږدو، بلکې زموږ هره پرېکړه دا ده چې هېواد له فساده وژغورو او د هېواد په پراخه ګټه یې وکړو. ملت

ده ووئيل وزيراعظم د نرخونو د زياتوالي په مسله د شپې تر ناوخته پورې د خپل ټيم سره ناست وو٬ حكومت پوهېږي چې د پټروليم مصنوعاتو د زياتوالي په څېر پرېكړې د ولس غصه راپاروي۔

داطلاعاتو وزير وويل کله چې مونږ حکومت واخستو نو هيواد ديوال ته نزدې شوى ؤ، داسې تجويزونه موجود وؤ چې وضعه ستونزمنه ده، دحکومت په قبضه کې نۀ ؤ خو مونږ ددولت دبحالولو لپاره سياست وکړو او ډير کار وکړو. په تیرو 15 میاشتو کې.

Leave a reply