په افغانستان کې جوړ شوی لومړنی چټک موټر به په دوحه کې نندارې ته وړاندې شي
د افغانستان د لومړني تیز رفتار موټر ډیزاینر او د “انتاب” شرکت اجرایوي رییس محمدرضا احمدي ویلي، چې د روان کال د اکټوبر په پنځمه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی سپورتي موټر په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
احمدي په یوه ویډیويي ټیپ کې ویلي چې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. هغه وايي چې دغه موټر په نړيوالو سياليو کې ښه وړتيا لري.
(2023 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د لومړني تیز رفتار موټر ډیزاینر او د “انتاب” شرکت اجرایوي رییس محمدرضا احمدي ویلي، چې د روان کال د اکټوبر په پنځمه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی سپورتي موټر په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
احمدي په یوه ویډیويي ټیپ کې ویلي چې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. هغه وايي چې دغه موټر په نړيوالو سياليو کې ښه وړتيا لري.
اړوند موضوعات:
د یادولو ده، چې احمدي له دې مخکې هم له قطري چارواکو غوښتي وو، چې د دغه هېواد په نړیوالو نندارتونونو کې د خپل لاسي جوړ شوي موټر د نندارې لپاره زمینه برابره کړي.










Leave a Reply