د افغانستان قونسل جنرل او د پاکستان او افغانستان د سوداګرو اتحادیی مشرانو د دوه اړخیزه سوداګرۍ د ښه کولو لپاره همکارۍ کولو باندې اتفاق کړې دې

0
237

نصیب شاه شینواري
په پيښور کې افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر او د پاک افغان تجارت سره تعلق لرونکو سوداګرو ددواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ دتجارتي ستونزو د هوارولو او د دسوداګرۍ په لاره کې دپرتو خنډونو لرې کولو لپاره هلې ځلې پیل کولو په اړه اتفاق کړې دې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه د افغانستان له قونسلګرۍ سره د سوداګرۍ خونې د يوې غونډې په ترڅ کې شوې ده.
د سوداګريز پلاوي مشري د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې (PAJCCI) رييس ضياء الحق سرحدي کوله او په دغه پلاوي کې له کراچۍ څخه واردات کوونکي، صادرونکي، د ګمرک کلېرنګ استازي او سوداګر شامل وو.

په دي موقع اډمن قونصل جنرل مفتي نورالله، کمرشل اتاشي وحيدالله همت، ډپټي کمرشل اتاشي ډاکټر حميدالله فضل خيل هم موجود وو۔
په دې موقع د PAJCCI ډايريكتر ضياء الحق سرحدي د غونډې برخوالو ته په پاکستان او افغان تورخم کښې راپیښو ستونزو څخه خبر کړل ، دا هم ورته اوویل چې د افغانستان په تورخم کښې د ټرکونو په کلیرینس کښې خنډونه رامخې ته دې او په سلګونو ټرکونو بند پاتې دي.
ضياء الحق سرحدي او د غونډې نورو ګډونوالو هم د يادو ستونزو د هواري لپاره بېلابېل وړانديزونه وړاندې کړل.

د افغان کونسلګرۍ چارواکو د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه هم د غونډې برخه والو ته معلومات او ستونزې بیان کړې، د تورخم پولې ته څېرمه د لاریو د چیکنګ لپاره د غیر راجستر شویو مرکزونو، د افغان موټر چلوونکو ځورول، د افغان سوداګرو لپاره په محلي کانټینرونو کې د افغان ټرانزیټ مالونو د بیا بارولو په اړه د FBR د لارښوونو نه پلي کول او یو شمیر نورې ستونزې ور په ګوته کړې.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډې برخه والو د دواړو لورو له خوا د وړاندې شویو یو شمېر وړاندیزونو په اړه توافق څرګند کړ.

دوي وئيلي دي چي د پاک افغان تجارت حجم ډير کم دے کوم چي د دواړو ملکونو لپاره ښه نه دې او د پولي دواړو غاړو ته په زرګونو خلق متاثره کيږي۔
دوي په سيمه كښې د دوه اړخيزه تجارت ښه كولو او د تجارتي اړيكو د ښه كولو لپاره د روډ ميپ په جوړولو هم اتفاق وكړو۔

دوی د پاکستان پر حکومت زور ورکړو چې د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو ترڅنګ دې د دواړو هېوادونو ترمینځ دوه اړخیز تجارت ته ودې ورکولو لپاره زمینه برابره کړي.
افغان قونصل جنرل د سوداګرو نه مننه وكړه چې ملاقات يې وكړو او د پاك افغان تجارت ته د ودې وركولو لپاره يې د مهمو مسلو په اړه دوی خبر كړل.
………………….

Leave a reply