د وفاقي کابينې غونډه رابللې شوې، د فوځ سرلښکر د ټاکنې په اړه به په قوانينو کې د ترميم منظوري واخستل شي

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر د کابینې تر غونډې مخکې د متحدینو یوه غونډه سبا رابللې ده.
سرچينې زياته کړې چې وزيراعظم د وفاقي کابينې غونډه سبا سهار نهه بجې رابللې ده. سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې به د مقرريو په اړه په قوانينو کې د تعديل منظوري ورکړل شي.
سرچينې زياته کړې چې د اتحاديې په غونډه کې شوې پرېکړې به وفاقي کابينې ته وړاندې کېږي.ياده دي وي چي تيره شپه وزيراعظم هاؤس ته د آرمي چيف د تقرري سمري ترلاسه شوي ده او په دي سمري باندي څه وخت هم فيصله متوقع ده۔






