اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا د نگران حکومت د سياسي وزيرانو، معاونينو او مشاورينو د ډي نوټيفائي کولو هدايات کړي دي۔

باغي ټي وي رپورټ

د خېبرپښتونخوا د نگران حکومت د سياسي وزيرانو، معاونينو او مشاورينو د ډي نوټيفۍ لپاره نگران وزيراعلي ته خط ليکلے شوے دے۔ نګران وزیراعلی ته په خط کې ویل شوي چې ځینې وزیران، سلاکاران او خاص معاونین د سیاسي تړاو پر اساس ګمارل شوي دي.

په ليک کې زياته شوې چې د نګران کابينې ځينې غړي په رسنيو کې خپل سياسي تړاو څرګندوي چې د سرپرست حکومت د روحيې خلاف کار دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *