ټاکل شوې چې د بهاولپور په اسلاميه پوهنتون کې د رامنځته شوې پېښې د څېړلو لپاره يو قضايي کمېشن جوړ شي.
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د نگران وزیراعلی په مشرۍ کښې یوه غونډه شوې چې پکښې فیصله شوې چې د پنجاب ټولو یونیورسټیو کښې به د زنانو پروفیسرانو په مشرۍ کښې د هراسانی ضد سیلونه جوړیږی.
دسرچينو ترمخه داسلاميه يونيورسټۍ بهاولپور اسکينډل په اړه دجوډيشل کميشن جوړولو لپاره به چيف جسټس لاهور هائي کورټ ته درخواست وکړو. د اسلاميه پوهنتون بهاولپور درغلۍ
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې په اسلاميه پوهنتون بهاولپور کې د نشه يي توکو په ګډون د ناقانونه کړنو او ممنوعيت مسله راپورته شوې وه.
پوليسو څو ورځې وړاندې د يونيورسټۍ چيف سيکيورټي افسر اعجاز شاه نيولی وو په داسې حال کې چې تېره مياشت د فنانس ډائريکټر محمد ابوبکر نيول شوی وو.
د افسرانو د موبائيل فونونو فرانزک مکملولو وروستو د موبائل فونونو د ويډيوګانو، چيټس او عکسونو په اړه جامع رپورټ د پنجاب وزيراعلې ته استولې شوې دې په دې موقع وائيس چانسلر آئي جي پنجاب ته خط ليکلې او اعلان کړې دې۔ دوسیې دروغ دي.
بل اړخ ته د يونيورسټئ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب پوليس ته يو خط ليکلي دي چي پکښې د افسرانو خلاف مقدمه غلطه بللې شوې ده۔
وائس چانسلر ووئيل چې د دې معاملې د شفافې پلټنې لپاره دې د لوړ پوړو افسرانو په ګډون يوه تحقيقاتي كمېټۍ جوړه كړې شي كوم كسان چې د پوهنتون د پرمختګ نه وېره لري د پوهنتون د بدنامولو هڅې كوي۔
ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب ته په خط کښي وئيلي دي چي يونيورسټي کښي هيڅ غيرقانوني فعاليت نشته۔
د پنجاب وزيراعلي محسن نقوي د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې کسيزه تحقيقاتي کميټي جوړه کړې ده.